د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي. یاد وزارت ویلي چې د دغه سکټور لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي. د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي او کاروباریان وايي، چې د کیفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې، تر ۳ زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي. په افغانستان کې د شین شوبي تر څنګ د بېلابېلو بوټو شات تولیدېږي او کاروباریان هیلهمن دي د بیرې شاتو د ډېر تولید لپاره باید باغونه جوړ شي.



































