د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي سره، چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ورسره مل و کتلي دي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، د اتباعو اړوند مسایلو، او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو هوکړه کړې، چې د راتلونکو موضوعاتو په ځانګړي ډول د بندیانو پر مسایلو خبرو ته دوام ورکړي. د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لورو ترمنځ دوحه کې پخوانیو مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، چې اوس د دې فرصت برابر شوی چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او دوه اړخیزو اړیکو کې داسې پېچلې ستونزې نه شته چې هواری یې ډېر ستونزمن وي. د امریکايي پلاوي مشر هم زیاته کړې چې هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نهغواړي پر افغانانو څه شی وتپي.



































