د پنجشېر امنیتي مسوولین وايي، چې په مرکز بازارک کې دوه کسان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او څو ساعته وروسته یې مړي موندل شوي. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد ويلي، دغه پېښه پرون رامنځته شوې ده. سعد ویلي، د دغې پېښې قربانیان یو یې د پنجشېر د رُخه ولسوالۍ او بل یې د پروان اوسېدونکي و او د تفرېح لپاره دغې سیمې ته تللي و. نوموړی زیاتوي، د یادو لامبو وهونکو جسدونه تر موندنې وروسته کورنیو ته یې سپارل شوي دي.



































