د سرحدي پولیسو د ریاست ویاند، عابدالله فاروقي ویلي، چې د یاد ریاست نظامي مرستیال، عبدالمنان حسان د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته لاړ. فاروقي ویلي، یاد پلاوی نن سهار چین ته روان شو او د کډوالۍ مدیریت همکارۍ غونډه کې به ګډون وکړي. دغې غونډې ته د ګڼو هېوادونو استازي ور بلل شوي. ویل کېږي چې په دې غونډه کې به د سرحدي ګواښونو مخنیوي او تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو برابرولو په اړه هم خبرې وشي.



































