په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده. په دغه کتنه کې کورومایا ویلي، چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسیدلی او کینیچي ماساموتو به د جاپان نوی سفیر وي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې امیر خان متقي په افغانستان کې د جاپان د سفیر د بریالي ماموریت بشپړیدو ستاینه وکړه.



































