د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک نن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي. د راپورونو له مخې سید محمد اتابک به په دې سفر کې د افغان حکومت له چارواکو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړي. تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر د صنعت او سودګرۍ له وزیر سره د یاد پلاوي د سفر په تړاو خبرې کړې وې او زیاته کړې یې وه، چې تهران غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونې وکړي. د معلوماتو له مخې، دمګړۍ افغانستان د ایران د صادراتي سوداګریزو توکو لپاره پنځم ځای لري.



































