د غور – هرات عمومي سړک د بیارغولو چارې د ۱۶ کیلومترو په اوږدوالي او ۷ مترو په سور د ټولګټو وزارت له بودجې څخه د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس عبدالکریم ابو شعیب ویلي، چې د غور ــ هرات د عمومي سړک د بیارغولو چارې د ټولګټو چارو وزارت له لورې د ۲۷ میلیونه ۵۵۳ زره ۶۵۵ افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د نوموړي په وینا، دغه سړک ۱۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره سور لري او ورسره د ۴۵۶ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول هم شامل دي او چارې به یې د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي.



































