په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد عطابک په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راورسېد. ټاکل شوې، چې یاد پلاوی به د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم وزیرانو او همدارنګه د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري او په بېلابېلو سوداګریزو اړیکو به خبرې وکړي.



































