په پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۱۲میلیونه افغانیو په لګښت، څلور بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د پکتیکا په سر حوضې، ارګون، او سروبي ولسوالیو کې د ګلردین سربند او استنادي دېوال، د بي بي کوټ او بهلول سربندونه او استنادي دېوالونه او د تیريخیلو د څښاک اوبو رسولو شبکې پروژه د ۱۲ میلیونه، ۱۲۶ زره او ۷۹۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادو پروژو په سپارلو سره به د اوبو لګولو او اوبو رسولو په برخو کې د سیمو د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.



































