په دوحه کې وروستۍ بېړنۍ غونډې د دې ښکارندويي وکړه چې د عرب او اسلامي هېوادونو زړونه د فلسطینیانو د درد او غم په وړاندې یو رنګ دي. د اسرائیلو له خوا پر قطر د برید او په غزه کې د روانې نسلوژنې پر وړاندې د دغو هېوادونو یوځای غبرګون دا پیغام لري چې د اسلامي نړۍ صبر نور ختم شوی او د خاموشۍ دور باید پای ته ورسېږي.
په دې غونډه کې هغه غوښتنه چې له اسرائیلو سره د پر ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو بیا کتنه وشي، یوازې یو شعار نه، بلکې د عمل غوښتنه ده. د فلسطین ولس له ډېرو لسیزو راهیسې د ظلم او تېري لاندې ژوند کوي، خو اوس د وخت اړتیا ده چې اسلامي نړۍ خپلې اړیکې د یو فشار وسیله وګرځوي څو اسرائیل د خپلو جنګي جرمونو قیمت پرې کړي.
دوحه د دې پیغام کوربه وه چې که پر یو هېواد برید کېږي، نو دا په حقیقت کې پر ټولې اسلامي نړۍ برید دی. د اسلامي هېوادونو مشرانو په څرګندو ټکو وویل چې نور هېڅ هېواد د اسرائیلو له تېري خوندي نه شي پاتې کېدای. دا خبره باید د ټولې نړۍ وجدان ولړزوي، ځکه چې د بېګناه انسانانو وینه د ستراتیژیکو لوبو قرباني شوې ده.
اوس د اسلامي نړۍ ګډ دریځ اړین دی. یوازې اعلامیې او خبرې بسنه نه کوي، بلکې عملي ګامونه باید واخیستل شي. د اقتصادي بندیزونو پلي کول، د ډیپلوماټیکو اړیکو پرې کول او په نړیوالو سازمانونو کې د اسرائیلو پر ضد جدي دریځ نیول هغه لارې دي چې د فلسطین د خلکو د وینو تویېدو مخه نیولی شي.
خو اوس ددې وخت را رسېدلی چې عرب مشران د بهرنیو ژمنو د نرمښت ښکار نشي. د امریکا هره ژمنه باید په عمل کې و ازمویل شي—تاریخ ښودلې چې ډیپلوماتیکې ژمنې په انزوا یا کورنیو ګټو بدلیدای شي. عرب حکومتونه باید خپلې ملي ګټې او د فلسطین د خلکو عدالت ته لومړیتوب ورکړي، او د بل چا په ژمنو تکیه په داسې کچه ونه کړي چې د خپل باور او خپلواک دریځ قرباني شي. رښتینی ملاتړ هغه دی چې د سیاسي او اقتصادي فشار له لارې د ناجائز تجاوزګرو حساب ورکوونکی کړی شي، نه هغه ژمنې چې په خبرو کې ښایسته او په عمل کې کمزوري ثابتېږي.
که د اسلامي هېوادونو دا غږ په عمل بدل شي، نو نه یوازې به د فلسطین ولس ته د هیلې نوې کړکۍ پرانیزي، بلکې نړۍ ته به دا پیغام ورسوي چې نور ظلم د زغم وړ نه دی. د دوحې بېړنۍ غونډه باید د یو نوي فصل پیل وي، داسې فصل چې په کې د اسلامي نړۍ یووالی د عدالت او سولې د ترلاسه کولو لپاره په عملي اقداماتو بدل شي.



































