ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د تهران والي محمدصادق معتمدیان ویلي، ډېر ژر به په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د ایستلو دویم پړاو پیل شي. معتمدیان پرون دوشنبه د تهران پيشوا ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې ادعا کړې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانانو له ایستلو وروسته «عام جرمونه کم شوي، د اوړو په مصرف کې تر پنځه زره ټنه کمښت راغلی او ایراني کارګرو ته کاري فرصتونه بېرته راګرځېدلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو له ایستلو وروسته، درې زره درسي ټولګي وزګار شوي او د زدهکوونکو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده. هغه ټینګار کړی چې د افغانانو د ایستلو دویم پړاو به هم ژر پیلېدونکی دی او په ټول ځواک به پلی شي.



































