د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د کابل – جلال اباد سړک د لومړي فاز د ۲.۸ کیلومتره برخې د قیر کولو چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي، د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د کابل- جلال اباد سړک د لومړي فاز پروژه څه باندې ۹.۳ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو د بایسکل چلولو لیکو او تم ځایونو په درلودولو سره به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي.



































