د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ غونډه کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې دې غونډې ته به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د .سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي. امنیت شورا دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې د اوتنبایوا ماموریت روانه میاشت کې پای ته رسېږي



































