د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو ټولنې اجرایيوی رییس عبدالنصیر رښتیا په خوست کې د اوسپنې ويلې کولو يوې نمايندهګۍ پرانیستغونډې ته ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۴۵ شرکتونه د اوسپنې د ویلي کولو په برخه کې په کار بوخت دي، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په پرتله د غوره کیفیت او پر نړۍوال سټنډرډ برابر سیخ ګول او نور اوسپنیز تعمیراتي مواد تولیدوي، چې په همدې برخه کې نه یوازې افغانستان مطلقې ځان بسیاینې ته رسېدلی؛ بلکې ځینو هېوادونو ته یې د یادو توکو صادرات هم پیل کړي، چې په لړ کې یې تېر کال د ۱۵۰ زره ټنو موادو تړون له ترکمنستان او د ۶۰ زرو ټنه سیخ ګول د صادرولو قرارداد له پاکستان سره لاسلیک شو. رښتیا زیاته کړې چې په یاده تولیدي برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې، چې په مستقیم ډول ۲۰ زره او په غیر مستقیم ډول ۵۰ زره تنه پکې په کار بوخت دي.



































