د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ويلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د وریجو حاصلات څه باندې ۱۷۷ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي. د چارواکو په وینا، روان کال په ۴۸ زره او ۷۲۷ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې، چې ۱۷۷ زره او ۳۶۷ ټنه وریجې ترې راټولې شوې دي. تېر کال په کندوز کې څه باندې ۱۲۹ زره ټنه وریجې تولید شوې وې، چې سږ کال د پام وړ زیاتوالی ښيي. د کرنې ریاست چارواکي د اصلاح شویو تخمونو کارول، د کتاري کرنې دودول، د ناروغیو او آفتونو کنټرول او د کرنیزو ساحو پراخوالی د حاصلاتو د زیاتېدو اصلي لاملونه ګڼي. کندوز کې شولې د غنمو وروسته دوهم ستر کرنیز محصول دی، چې په مرکز او د خاناباد، امام صاحب، چهاردرې او علياباد ولسوالیو کې کرل کېږي.



































