د افغان حکومت ویاند د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته په اشارې ویلي، د تورونو لګول او د زوره کارول د هېڅ لوري په ګټه نهدي. هغه د پاکستان د مطالعاتو او امنیتي څېړنو مرکز سره خبرو کې ویلي، د داسې فضا له رامنځته کولو دې ډډه وشي چې د ستونزو حل ننګوي. د ذبیح الله مجاهد په وینا، ا.ا پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او که د دواړو هېوادونو ترمنځ کومه ستونزه رامنځته شي، نو باید د ورورګلوۍ په فضا او د خبرو اترو له لارې حل شي. پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې هغه هېواد کې ناامنۍ له افغان خاورې سرچینه اخلي.



































