په غزني ولایت کې د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې، چې په کې د دغه ولایت له شپږو ولسوالیو او د میدانوردګو له دوو لوبډلو ټولې ۱۴ لوبډلې او ۱۲۰ اسلرونکي لوبغاړي ګډون کړی وو. د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد وایي، دغه ټورنمنټ د نیزهوهنې فدراسیون په همکارۍ او د ولایت د بدني روزنې، ورزش او المپیک امریت په همغږۍ تنظیم شوی و. د ده په وینا، د سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا، د نیزهوهنې دودیزې لوبې وده او د ځوانانو لپاره سالمې تفریح رامنځته کول وو.



































