د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ ۷۸۰۴ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د مالوماتو له مخې د دغو کورنیو شمېر ۱۲۰۳ ته رسېږي، چې تر ثبت وروسته خپلو مېنو ته لېږدول شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې دغه افغان کډوالو د هرات د اسلام کلا، د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته راغلي دي.



































