افغان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ستر ارزښت لري او امریکا باید د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي. په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ا.ا له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي او امریکا ته دا هم تل روښانه شوې، چې د افغانستان ملي حاکمیت د معاملې وړ نه دی. اعلامیه زیاتوي، چې د تېرو ناکامو تجربو پر ځای باید عقلاني او واقعبینانه تګلاره غوره شي.



































