د پکتیا د لجې منګل ولسوالۍ لپاره د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې نوې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې. د پکتیا مرستیال والي انعام الله صلاح الدین ویلي، چې یاده ودانۍ په درېیو پوړونو کې د ۱۸ میلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي. هغه زیاته کړې، چې دغه ودانۍ به ۲۴ اداري خونې او ټول اړین ملحقات ولري او چارې به یې په ۹ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د هغه په خبره چې د لجې منګل ولسوالۍ لپاره د ودانۍ جوړول د ولسوالۍ کارمندانو او د خلکو اساسي غوښتنه ده او په جوړېدو سره به یې د هغوی ډېری ستونزې حل شي.



































