د غزني په مرکز کې د درېیو سړکونو د کانکرېټ کولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د غزني ښاروال سردار ولي ثابت د پرانستې په مراسمو کې ویلي، یاد سړکونه چې هر یو یې ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، د ښار د څلورمې، پنځمې او شپږمې ناحیو اړوندو سیمو کې پلې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه سړکونه د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.



































