د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یاد وزارت او د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو او پالیسۍ مؤسسې ترمنځ د ۷۲ میلیونه ۶۷۷ زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شوی دی. سرچینې ویلي، چې د هوکړې لیک له مخې به یاده موسسه په کابل، هرات، بامیان او دایکندي ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه ۱۲۰۰ تنو مستحقینو ته په بېلابېلو برخو کې د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړي.



































