د لوګر په مرکز او خوښۍ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د نهو کاریزونو د بیارغولو او پاک کولو چارې پيل شوې. د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ رییس محمد اسماعیل اخندزاده ویلي، دغه پروژه د اوبو سرچینو د مدیریت او د کرنې سکټور د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي، چې د یونسکو په مالي ملاتړ او د (اي سي او اچ) موسسې په همکارۍ د ۶۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلې کېږي. د نوموړي په وینا، د دغو کاریزونو په بشپړېدو سره به ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه په منظم ډول خړوبه شي او د کار په جریان کې به شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.



































