د پکتیکا په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پکتیکا پوهنې ریاست په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د سیمې اوسېدونکو په شخصي ملاتړ د ۲.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د خوشحال خان بابا لېسې ته ودانۍ جوړه شوه. سرچینه زیاتوي چې یاده ودانۍ ۶ درسي خونې لري چې په بشپړېدو سره یې زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپیریال برابرشوی دی.



































