د پنجشېر په عنابې او ابشار ولسوالیو کې د ۱۷ ټولګټو پروژو چارې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت د اقتصاد رییس فیضالباري نوبهار ویلي، چې یادې پروژې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په سکټور کې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ پلي کېږي. د هغه په خبره، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو او پلچکونو، استنادي دېوالونو، چکدمونو او د اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي او په دې سره شاوخوا زر تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.



































