د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې دي. دغه شبکه د اې اچ اف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۳۱ زره ۶۰۵ ډالرو په لګښت د یاد ولایت د اشکمش ولسوالۍ په کته قروغ کلي کې جوړېږي. سرچینې ویلي چې په یاده شبکه کې د ۵۰ متره مکعبه په وړتیا د یوې د کانکرېټې زېرمې جوړول، د ۴۵۰ واټه په ظرفیت د ۱۶ لمریزو تختو نصبول، د ۲۰۰ شیردهنونو او ۲۰۰ میټرونو نصبول، د لمریزو تختو د ساتلو لپاره یو محافظتي دېوال جوړول او د ۱۸۱۵۶ متره پایپونو غځول شامل دي.



































