په بامیانو کې د نقاشۍ، خطاطۍ او نورو هنري اثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. یاد نندارتون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست او د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پرانیستل شوی دی. د بامیان والي عبدالله سرحدي، له هنرمندانو وغوښتل چې د طبیعت ښکلاوې، اسلامي ارزښتونه او ملي ویاړونه د خپلو هنري اثارو په لومړیتوب کې ونیسي. په دې نندارتون کې شاوخوا ۷۰ تنه د یاد ولایت هنرمندان ګډون لري. د بامیان د هنر استاد غلام حسین اخلاقي، د دغو نندارتونونو جوړېدل ډېر اغېزناک بللي او ټینګار یې کړی چې په دې ولایت کې ورته پروګرامونه جوړ شي.



































