د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره کتلي او د زلزلهځپلو درملنې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د طبي وسایلو برابرولو پر موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي. قزاقستاني سفیر ویلي چې د ټپیانو د عملیاتو لپاره به د قزاقستان یوه ۲۰ کسیزه ډله کابل ته لاړه شي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ روغتیایي همکارۍ اړینې بللې او دغه راز یې له قزاقستان څخه د زړه او سرطان ناروغیو، رادیولوژۍ او عصبي جراحي په برخه کې د تجربو د شریکولو غوښتنه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې تېرې همکارۍ دوامدارې شي.



































