د ۲۰۲۱م کال په اګست کې امريکا په بيړه له افغانستانه خپل سرتيري وايستل او هلته يې خپله شل کلنه جګړه پای ته ورسوله او هر څه يې ګډ وډ پرېښودل.
څلور کاله وروسته، سپينې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له رستنيدو سره امريکا خپله پاليسي يو ځل بيا د شخصي غرض په موخه او پرته له دې چې د سیمې ثبات او خطر ته پام وکړي، بدله کړې او د افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته غواړي. امریکا د سولې لپاره د افغانانو غوښتنې له پامه غورځوي او د دغه هېواد د ملي حاکميت پر سر جيوپوليټيکه لوبه کوي.د امریکا دا قصدي او غرضي اقدام به نه يوازې د واشنګټن د تسلط اصلي بڼه افشا کړدي، بلکې د افغانستان او حتی سيمې ثبات ته به هم سخت زيان ورسوي.
امریکا په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه په داسې حال کې پای ته ورسوله او له دغه هېواده يې خپل پوځيان وایستل چې د دې جګړې له امله سلګونو زرو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښتله، اقتصادي او ټولنیز جوړښتونه له منځه لاړل. سره له دې چې په افغانستان کې د اوسني حکومت د واکمنېدو څلور کاله تېر شوي خو اقتصادي حالت لا هم پيچلی او له مشکلاتو سره مخ دی، خو د دې اصلي لامل هم د امريکا لخوا د افغان پانګې د کنګل کېدو او پر دغه هېواد د اقتصادي بنديزونو له امله دي.
اوس په دغه هېواد کې سوله او ثبات تامین شوی، نو که د ټرمپ حکومت د بګرام پوځي اډې ته د بيرته ستنيدو ګواښ دوام ولري، بې له شکه جګړه به بيا پيل شي او افغانان به يو ځل بيا د امريکا د ناسمې تګلارې بیه پرې کړي او د سولې او ثبات هيله به په يوه شيبه کې له منځه لاړه شي.
د امريکا نا ثابته پاليسي د دغه هېواد د د پایداره سټراټيژۍ او اخلاقي مسئوليت نشتوالی ثابتوي.
څلور کاله مخکې امريکا د جګړې د پای ته رسولو اړتيا درلوده او ادعا يې کړې چې د افغانستان ملي حاکميت درناوی کوي، خو اوس هڅه کوي چې د چين د مخنیوي په پلمه په دغه هېواد کې یو ځل پوځي مداخله وکړي . د امریکا د دې پوځي مداخلې زیان به نه یوازې د افغانستان خلکو ته ورسېږي، بلکې دا هم ثابتوي چې واشنګټن د ملتونو له خوا د خپلو هېوادونو د برخلیک ټاکلو حق ته نه دی قائل بلکې دوی خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
د امريکا ځينې سياستوال او سټراټيژۍ جوړونکي د چين د محدودولو په پلمه د بګرام هوايي اډې ته د بيرته ستنيدو نظريې راپاروي. دوی بې ځایه ادعا کوي، چې شايد چين به دغه نظامي اډه ونيسي او په اسيا کې به د امريکا ګټو ته تهديد پېښ کړي. د دې دلیل لپاره نه یوازې شواهد نشته، بلکې دا ثابتوي چې واشنګټن د سړې جګړې فکر لري. د چين پالیسي او دریځ تل دا دی چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او د دغه هېواد په مسئله کې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سياسي جوړ جاړي ملاتړ کوي او د د نظامي لارې پر ځای د اقتصادي همکارۍ له لارې د افغانستان په بيا رغونه کې برخه اخيستو ته لومړیتوب ورکوي.
د امريکا لخوا جوړ شوی د چين ګواښ يوازې د خپل نظامي شتون لپاره يوه پلمه ده او د سيمې د بې ثباته کولو لپاره د خپل اصلي هدف پټول دي.
د بګرام هوايي اډه هېڅکله د چین مخه نیشي نیولای، خو په سيمه یيزو چارو کې د امريکا د لاسوهنې ښکاره ثبوت دی. د دغه نظامي اډې د شتون يا نه شتون پريکړه بايد د افغانانو لخوا وشي، نه دا چې له زرګونه کیلومټره لرې د واشنګتن د سياستوالو لخوا په خپله خوښه افغانستان ته امر وشي.
د ملګرو ملتونو د منشور څرګند اصل دا دی، چې ټول هېوادونه د حاکميت مساوي حق لري او هېڅوک د بل هېواد په کورنيو چارو کې په هېڅ پلمه د لاسوهنې اجازه او حق نه لري. امريکا په مکرر ډول د ملګرو ملتونو د منشور له دې اصل څخه سرغړونه کړې، له خپل نظامي زور څخه يې د ځواک ښودلو لپاره د يوې وسيلې په توګه کار اخيستی. بګرام ته د امريکا په زوره راستنيدل به نه يوازې د افغانستان پر حاکميت ښکاره تیری وي، بلکې د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصل ته به هم سپکاوی وي.
تر ټولو مهمه دا ده چې د امريکا پوځي شتون هېڅکله سوله نه ده راوستې، بلکې د سولې پر ځای يې شخړې او ټکرونه زيات کړي دي. په افغانستان کې د امریکا تېرو شل کلونو جګړو ثابته کړې، چې زور د افغانستان ستونزه نشي حل کولی، دا يوازې له یو نسل څخه بل نسل ته د نفرتونو په میراث پرېښودل دي. د افغانستان خلک د خپل هېواد او کورونو د بيا رغونې فرصتونه غواړي، نه دا چې بيا د لويو ځواکونو په لوبو کې ښکېل شي.
که امريکا په خپله پر ناسمه لاره ټينګار وکړي نو نه یوازې د افغانستان سولې ته به زیان ورسوي، بلکې په سيمه کې به شخړې وزېږوي. د بګرام اډې ته د بيرته ستنيدو لپاره د امريکا وړانيز د واشنګټن د تسلط غوښتنه څرګندوي او د افغانستان د حاکميت او سولې لپاره يوه جدي ننګونه ده.



































