د لوړو زدهکړو وزیر په هرات کې «په لوړو زدهکړو کې د کیفیت د تضمین سیسټم ارزونې» نړۍوال کنفرانس ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان د پوهنتونونو تعلیمي نظام باید د اسلامي اصولو پر بنسټ له نړۍوالو معیارونو سره برابر شي، څو محصلین وکولی شي په نړۍواله کچه عصري علوم زده کړي. نوموړي له استادانو او څېړونکو غوښتي، چې خپلې څېړنې او علمي فعالیتونه د قرآنکریم او سنتو پر بنسټ ترسره کړي او د شرعي اصولو په پام کې نیولو سره علمي ودې ته دوام ورکړي. په همدې غونډه کې د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار هم د لوړو زدهکړو د کیفیت لوړول یوه حیاتي موضوع بللې او ټینګار یې کړی، چې دې برخې ته باید جدي پاملرنه وشي.



































