د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره په لیدنه کې، د سیمې د همکارۍ په پیاوړتیا کې د دغه هېواد د رول ستاینه کړې ده. ګوترېش په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د پایدار پرمختګ د اهدافو د سیمهییز مرکز د کوربتوب یادونه کړې، چې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره په قزاقستان کې جوړ شوی دی. د دواړو لورو ترمنځ په خبرو کې د سیمې او نړۍ پر تازه تحولاتو او د قزاقستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو بحث شوی دی. همدارنګه، په دې لیدنه کې د ډیجیټلي کېدو او مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي پر اهمیت ټینګار شوی دی.



































