د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره د مخه ښې کتنه کې د نوموړې له خدماتو مننه کړې ده. سرچینې ویلي، چې په افغانستان کې د روزا اوتنبایوا ۳ کلن ماموریت پایته رسېدلی دی. مولوي عبدالسلام حنفي په دې مخه ښې کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره زیات اړمن خلک شته او لازمه ده، چې دې برخې ته مسوول نړۍوال بنسټونه پام وکړي. نوموړي دغه راز په بېلابېلو برخو کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د دوی له لورې د وړاندې شویو خدماتو یادونه وکړه او له نړۍوالو مسوولینو یې هم وغوښتل، چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.




































