د ټولګټو چارو وزارت په کابلکې د ازبکستان د سفیر په حواله ویلي، چې ازبکستان د بلخ ـ هرات رېل پټلۍ د جوړولو پروژه کې د پانګونې چمتووالی ښودلی دی. سرچینې ویلي، چې د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني او د ازبکستان سفیر په دې کتنهکې د حیرتان بندر د دوستي پله د ترمیم په اړه هم خبرې کړې دي. په کتنه کې دغه راز د اوږدمهاله اقتصادي، تجارتي، ريلي او ټولنیزو اړیکو په اړه خبرې اترې شوې دي. دواړو لوریو د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو د کچې پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او زېربنایي پروژو په تړاو بحثونه کړي دي.



































