د خوړو نړۍوال پروګرام د ملګرو ملتونو د بشرپاله هوايي خدمتونو سره د اروپايي ټولنې له مرستې هرکلی کړی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اروپايي ټولنې د بشري مرستو په برخه کې له افغانستان سره ۴مېلیونه یورو مرسته کړې ده. یاد پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اروپايي ټولنه به ۴میلیونه یورو چې څه باندې ۴.۵مېلیونه ډالر کېږي د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د بشري مرستو په برخه کې ولګوي. په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د الوتنو دوام په اړه راغلي، د دغو الوتنو دوام به هغو سیمو ته هم د بشري مرستو د لېږد امکان برابر کړي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.



































