د لوړو زدهکړو وزارت وزیر نداءمحمد ندیم په هرات پوهنتون کې د یوې غونډې پرمهال محصلینو ته سپارښتنه کړې چې خپل وخت په بېګټې چارو ضایع نه کړي او د علمي او اخلاقي پرمختګ لاره دې غوره کړي. د غه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړي د اسلامي نظام پېژندنه د محصلینو لپاره یوه مهمه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو د دښمنانو پېژندنه او ديني او علمي ارزښتونو ته پاملرنه ستره اړتیا ده. هغه له محصلینو غوښتي، چې خپل چلند د اسلامي شریعت له اصولو سره سم عیار کړي او د عقیدتي او ديني مسایلو په اړه له علماوو سره مشوره وکړي.



































