په خوست ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو له لوري د یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څارنه شوې ده. د دغې څارنې پرمهال، څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه د روغتیایي قوانینو او مقرراتو د نه مراعت له امله تړل شوي دي. د څارنې او پلټنې مسوولینو ویلي، د دغې څارنې موخه، چې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړول او د عامه روغتیا د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول وو. د خوست د عامې روغتیا مسوولین ویلي، له ټولو روغتیایي مرکزونو او درملتونونو غوښتنه کوي، چې د عامې روغتیا اړوند قوانین او مقررات په جدي ډول رعایت کړي او له هر ډول سرغړونې ډډه وکړي.



































