ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې د افغان کډوالو وروستی پنډغالی هم تړل شوی دی. د پاکستاني چارواکو په خبره په یاده سیمه کې د کوټ چندنا پنډغالي تر تړل کېدو وروسته نور په دغه ایالت کې د افغان کډوالو پنډغالي نهدي پاتې. په راپور کې راغلي، چې د پنجاب حکومت مخکې په پاکستان کې د بېاسناده افغان کډوالو د ستنولو د پلان له مخې د توقيف مرکزونه جوړ کړي وو او د هغوی د پېژندلو بهير يې پيل کړی دی.



































