د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو عمومي مدیر جعفر سید ابادي خبر ورکړی، چې د روان کال د لومړیو ۶میاشتو په ترڅ کې نږدې ۹۶۶ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې سیدابادي د پنجشنبې په ورځ په مشهد کې له افغان کونسل نورمحمد متوکل سره کتلي دي. جعفر سیدابادي د یادې کتنې پرمهال ویلي:«ایران له څلور لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کړی او اوس هم هڅه کوو چې د اصولو په چوکاټ کې د کډوالو د استوګنې او ستنېدو بهیر سمبال کړو.» د خراسان رضوي د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو عمومي مدیر ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ له جګړې وروسته یې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.



































