د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې ۹۸ بېلابېلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د غزني د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د څه باندې ١٥٧ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹۸ پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او اوبولګولو کانالونو جوړول شامل دي.



































