هرات ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په انجیل او رباط سنګي ولسوالیو کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۶ ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یادو ښوونځيو د جوړولو چارې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.



































