د فراه ولایت ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر او د تېلو له یوه ټانکر ترمنځ د ټکر له امله، دوه تنه مړه شوي دي. سرچینې ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د فراه – نیمروز په لویه لار کې رامنځته شوې ده، چې د پېښې دواړه قربانیان د مسافر وړونکي موټر او د ټانکر چلوونکي وو. د فراه ولایت ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.



































