اروپايي ټولنې ګېلس برټران د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی دی. نوموړی تر دې وړاندې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د سیاسي څانګې مشري کړې او د هېواد له سیاسي او امنیتي بدلونونو سره ښه بلدتیا لري. له دې وړاندې د دې دندې مسوولیت د لیتوانیا ډيپلوماټ توماس نیکلسون پر غاړه و. فرانسوی ګېلس برټران له شلو کلونو زیات د اروپايي ټولنې په ډيپلوماټیکو چارو کې دندې ترسره کړې دي، چې وروستی ماموریت یې په کلمبیا کې د اروپايي ټولنې د سفارت مشري وه.



































