په خوست ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه د ملاتړ او بازارموندنې په موخه درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو. دغه نندارتون نن پرانیستل پرانیستل شو چې تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي. د یاد نندارتون د جوړېدو موخه د هېواد کورنیو توليداتو او کرنیزو محصولاتو څخه ملاتړ او بازار پيدا کول ښودل شوي. د ياد نندارتون جوړونکي ذبيح الله احمدي ویلي، چې په دغه نندارتون کې تر ۱۰۰ پورې غرفو کې داخلي توليدات، زراعتي محصولات او ځينې تخنيکي جوړ شوي شيان نندارې ته اېښودل شوي. د نندارتون ګډونوالو غوښتنه کړې چې حکومت دې ورته په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون زمينه برابره او د دوی توليداتو او محصولاتو ته دې له هېواده بهر مارکيټ پيداکولو کې مرسته وکړي.




































