په بامیانو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې. د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني ویلي، چې د دغه ښارګوټي تفصیلي پلان د اصولو پر بنسټ جوړ شوی او د راستنېدونکو هېوادوالو کورنۍ به په عادلانه ډول ځمکې ترلاسه کړي. حقاني زیاته کړې، چې کډوال د بشریت یو اساسي حق لري او نړۍواله ټولنه باید د هغوی بشري او انساني حقونه په پام کې ونیسي او ورسره هر اړخیزه مرسته وکړي. ورته مهال د کور او ښارجوړولو وزارت معین شیخ مدار علي کریمي وویل، چې وزارت پلان لري په راتلونکي کال کې د بامیان په ټولو ولسوالیو کې منظم ښاري پرمختیايي پلانونه پلې کړي.



































