هرات کې د ترکیې د «تیکا» دفتر په همکارۍ د ګرځندوی د اونۍ په مناسبت په اختیارالدین تاریخي کلا کې د لاسي صنایعو او هنري توکو اووه ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمد الله متقي ویلي، چې په دغه نندارتون کې هنري او تولیدي اثار په ۱۰۰ غرفو کې په بېلو برخو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. نوموړي د نندارتون د جوړېدو موخه د سیمه ییزو هنرمندانو او صنعتکارانو ملاتړ او د هغوی د اثارو معرفي بللې او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول نندارتونونه د سیمه ییز کلتور او هنر د ودې ترڅنګ د ګرځندوی د پراختیا لپاره هم ښه زمینه برابروي. ورته مهال د ترکیې د«تیکا» دفتر مسوول عرفات دینیز وویل چې دغه نندارتون د یوې اونۍ لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ جوړ شوی دی.



































