د هرات ولایتي مسوولین وایي، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې ده. د چارواکو د مالوماتو له مخې، هره ورځ نږدې پنځه زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنېږي. یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د اسلام کلا له لارې له یو میلیون او سل زرو زیات کډوال له ایرانه را ایستل شوي دي. په ورته وخت کې ایراني چارواکو ویلي چې ډېر ژر به د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو هم پیل کړي.



































