برېتانيې، فرانسې، المان او امريکا د سپتمبر په ۲۷مې نېټې ويلي، چې د ايران د اټومي تړون په تړاو د بنديزونو د چټک بيا پيلېدو تشريفات بشپړ شوي او ملګرو ملتونو هم د امريکا د ختيځ په وخت د همدې نېټې د شپې په اتو بجو پر دغه هېواد بيا بنديزونه پیل کړي دي.
پر ايران بيا کوم بندیزونه لګېږي او ايران دې ته څه غبرګون ښودلی؟
د ايران اټومي مسئله څنګه حل کېدای شي؟
پر ايران بیا کوم بنديزونه بيا پيل شوي؟

برېتانيې، فرانسې او المان د اګست په ۲۸مې نېټې امنيت شورا ته خبر ورکړی، چې ايران له اټومي تړون څخه بیا بیا سرغړونې کړي، نو ځکه یې پر دغه هېواد د بنديزونو د چټک اعاده کېدو ميکانيزم پیل کړی دی.
د اړوندو قواعدو له مخې، که امنیت شورا د ياد ميکانیزم د پلې کېدو په دېرشو ورځو کې له بنديز لګونې څخه د ايران د معافيت غځېدو پرېکړه لیک تصويب نه کړي، نو پر دغه هېواد به بیا بنديزونه پيل شي.
بيا امنيت شورا د سپتمبر په ۱۹مې او ۲۶مې نېټې په دې اړه دوه ځله رايګيري جوړه کړې، خو دوه مسودې يې تصويب نه شوې.
برېتانيې، فرانسې او المان د سپتمبر په ۲۷مې نېټې په يوې ګډې اعلاميې کې ويلي، چې د امريکا د ختيځ په وخت د همدې نېټې د شپې له اتو بجو څخه « له ۲۰۰۶م کال تر ۲۰۱۰م کال» پر ايران د بندیزلګونې په اړه د امنيت شورا شپږ پرېکړه ليکونه بيا نافذ شوي دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم ياد خبر ورکړی دی.
ايران د دغو بنديزونو د بيا پيلېدو پر وړاندې کوم غبرګون ښودلی؟
د ایران ولسمشر معسود پزشکيان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې رسنيو ته په ټينګار ويلي، چې هېواد يې د اټومي وسلو د پرمختګ په لټه نه دی او غواړي چې پر ډيپلوماتيکو لارو او خبرو اترو د ايران د اټومي مسئلې په تړاو د نظريو توپیرونه حل کړي.
نوموړي د امريکا په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې تر ګډون وروسته رسنيو ته ويلي، چې ايراني پلاوي د يادې اسمبلۍ په بهیر کې له څو اروپايي هېوادونو سره سلا مشورې کړي او په خبره یې، ښې لاسته راوړنې يې هم درلودې.
امريکا بیا پر ايران غږ کړی چې ټول غني شوي يورانيوم ورته وسپاري، نو په بدل کې به پرې د بنديزونو درې مياشتنی معافيت وغځوي. خو دا د ايران لپاره د منلو نه ده.
پزشکيان ويلي، هېواد يې ورباندې د بنديزونو د بيا پيلېدو پر وړاندې اړوند کارونه ترتيب کړي او د ټولو ستونزو د لرې کولو لپاره به هڅې وکړي.
د ایران بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۸مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو د وزير عباس عراقچي هغه پيغام خپور کړی، چې څو ورځې مخکې يې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټرېش ته ليږلی و.
عباس عراقچي په پيغام کې د درېیو اروپايي هېوادونو لخوا پر ایران د بنديزونو د چټک بي پيل ميکانيزم فعالېدل له نړيوالو قوانينو او د اټومي مسئلې د حل له اړوندې پروسې سره په ټکر کې بللې دی .
عراقچي په پيغام کې د ملګرو ملتونو پر عمومي سرمنشي غږ کړی، چې پر ايران د بنديزونو لګولو د کمېټې او د اړوندو کارپوهانو د ډلې د بيا فعالېدو په شمول د بنديزونو د بيا پيلېدو په موخه د ټولو کړنو مخه ونيسي.
نوموړي په پيغام کې ډاډ ورکړی، چې هېواد يې غواړي د اټومي مسئلې د هواري لپاره په ډيپلوماتيکو لارو چارو عادلانه، برابره او دواملرونکې لايحه جوړه کړي، خو په خبره یې، يادو درېیو اروپايي هېوادونو او امريکا له ايران سره د مقاومت لاره انتخاب کړې ده.
ايران په ۲۰۱۵م کال کې له امریکا، برېتانيې، فرانسې، روسيې، چين او المان سره اټومي تړون لاسليک کړ، چې له مخې یې تهران خپل اټومي فعاليتونه محدودول او ملګرو ملتونو، امريکا او اروپایي ټولنې بیا پر دغه هېواد لګیدلي بنديزونه لرې کول. خو امريکا په ۲۰۱۸م کال کې په يواړخيز ډول له دغه تړون څخه ووتله او پر ايران يې بیا يواړخيز بنديزونه ولګول. د دې ترڅنګ ايران هم د ۲۰۱۹م کال له مې څخه ګام په ګام د دغه تړون د ځينو مادو په اړه کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
د ایران اټومي مسئله باید څنګه هواره شي؟
يادو درېیو اروپايي هېوادونو او امريکا د سپتمبر په ۲۷مې نېټې اعلاميې کې دا هم ويلي، چې دوی غواړي په ډيپلوماتيکو لارو چارو د ايران اټومي مسئله هواره کړي. ایران هم بيا بيا پر دې ټينګار کړی، چې غواړي په ډيپلوماتيکو لارو چارو د نظريو توپيرونه حل کړي او خپل حقه حقونه وساتي.
شنونکي وايي، د ایران، اروپا او امريکا ترمنځ د خبرو اترو امکانات لاهم شته، خو که امريکا او اروپا پر ايران نور فشارونه واچوي، نو وضعيت به نور ترينګلی کړي. ټولې خواوې باید په سياسي او ډيپلوماتیکو لارو هڅې وکړي، چې د ايران اټومي مسئله حل کړي.



































