ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د انترنټ د بندیدو په اړه د اسوشیټیدپرس هغه ادعا ناسمه او جعلي بللې، چې د ده په حواله یې کړې ده. نوموړي ویلي، هیله ده چې رسنۍ مسئولانه او مسلکي چلند وکړي. اسوشیټډپرس خبر خپور کړی و چې ګواکې مجاهد افغانستان کې د انټرنېټ پرې کول رد کړي او په یوه واټساپ ګروپ کې یې ویلي چې افغانستان کې انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه ځکه پرې شوي چې د نوري فایبر مزي زاړه شوي او د بدلېدو په حال کې دي.



































