د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د زړه ناروغیو په تړاو د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رییسانو، د روغتیا نړیوال سازمان او د رسنیو استازو ګډون کړی و. سرچینې ویلي، چې په دې غونډه کې د زړه د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه هر اړخیزې ویناوې شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رییس ډاکټر حیدر خان حیدر ویلي، چې د زړه د ناروغیو شاوخوا ۸۰ سلنه مخنیوی د وقایې له لارې ممکن دی؛ نو باید په خوړو کې د مالګې، بورې او غوړو له زیات استعماله ډډه وشي.



































