پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې ډېر ژر به په کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ښوونځیو د ممتازو زدهکوونکو لپاره (د سید جمالالدین افغان) په نوم نمونوي لېسه پرانیستل شي. د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، په دې لېسه کې به د اووم، اتم او نهم ټولګیو وړ زدهکوونکي د زدهکړو د دوام لپاره جذب کړي. سرچینې ویلي، چې تراوسه په سیدجمالالدین افغان نمونوي لېسه کې ۲۰۰ تنه زدهکوونکي جذب شوي او تمه ده چې دغه شمېر به ډېر ژر لا نور لوړ شي.



































